د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتو له امله د ډیورنډ کرښې د تګ راتګ لارې تړل شوې وې، خو د طالبانو د چارواکو په وینا، پرون جمعه د سپین بولدک دروازه د لنډ وخت لپاره پرانیستل شوه.
د دې ولسوالۍ کمیسار فیض الحق سعید ویلي چې په دې موده کې سلګونه افغانان چې له څو ورځو راهیسې په چمن کې بند پاتې وو، بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
نوموړي زیاته کړې چې دا پرانیستنه موقتي وه او د بندر د بشپړې بیا پرانیستو په اړه لا تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.
د دواړو غاړو سوداګر بیا وایي چې د تورخم، غلام خان او سپین بولدک په بندرونو کې د سوداګریزو توکو موټرونه لا هم بند پاتې دي.
اړوندې لیکنې :
- طالبان: په تېرو دریو ورځو کې د سپین بولدک ۲۳۰ تنه هټېوال د کلدارو کارولو په تور بندیان شوي
- پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي
- طالبانو له سویس نه شړل شوی «مجرم افغان» بېرته سویس ته استولی
- مولانا بلخي او طالبان
- طالبان عملاً په څو جبهو کې جنګیږي.
- ټرمپ: طالبان لا هم د نشهيي توکو کاروبار کوي