د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
افغان لوبغاړو د سیال ټیم له خوا ورکړل شوی ۲۲۲ منډو هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اورونو کې ترلاسه کړ او په لړۍ کې یو د صفر پر وړاندې مخکې شول.
په دې بریا کې عظمتالله عمرزي د توپ اچونې او توپوهنې دواړو برخو کې ځلانده لوبه وکړه، درې ویکټې یې واخیستې او ۴۰ منډې یې جوړې کړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
راشد خان هم په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې خپلې ۲۰۰ ویکټې پوره کړې او د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې یې نوی ریکارډ ثبت کړ.
اړوندې لیکنې :
- د افغانستان له خلکو سره د لویدیځ دوه مخی لوبه
- امریکا او په دریو کلونو کې د دریو حکومتونو (افغانستان، پاکستان او بنګله دیش) سقوط
- اوچا وایې افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې
- یوناما: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی
- ملا یعقوب: امریکا دې د افغانستان پر وړاندې د خنډ پر ځای د همکارۍ لاره غوره کړي
- یعقوب مجاهد: په نږدې وخت کې پر خپل هوايي حریم هم خپل حاکمیت ترلاسه کړو










