هر ګړې د کابل په وخت : 12:40 pm
ننې نیټه : 08-10-2025
تاریخ : 08-10-2025
ساعت : 12:40

اروپايي ټولنه: د افغانستان ښځینه او نارینه ښوونکي د ستاینې وړ دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اروپایي ټولنې د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د ټولو ښوونکو، په ځانګړې توګه ښځینه استادانو، هڅې او قربانۍ وستایلې.د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښوونه او روزنه د یو پیاوړي، با ثباته او روښانه راتلونکي افغانستان د بنسټ ډبره ده، او نړیواله ټولنه باید د افغان ښوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

اروپایي ټولنې د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د ټولو ښوونکو، په ځانګړې توګه ښځینه استادانو، هڅې او قربانۍ وستایلې.

د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښوونه او روزنه د یو پیاوړي، با ثباته او روښانه راتلونکي افغانستان د بنسټ ډبره ده، او نړیواله ټولنه باید د افغان ښوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو د پوهنې ریاست په هرات کې ښوونځیو ته د ښوونکي د ورځې د نمانځلو منع ابلاغ کړې ده.

له دې مخکې هم زرګونه ښځینه ښوونکي له دندو ګوښه شوي او د زده‌کړو، کار او د ویاړ د نمانځنې له حقونو بې‌برخې شوي دي، یو حالت چې د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو اندېښنې یې راپارولې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x