د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه د ختیځ زلزلهځپلو سیمو کې یې له خپلو کارکوونکو سره اړیکې پرې شوې دي.
دغه اداره د انټرنېټ بندېدل «یو بل ناورین» بللی چې د افغانستان له پخوانیو کړکېچونو سره یو ځای شوی دی.
د ادارې ویاند جمال عرفات ویلي، انټرنېټ پرې کېدل هېڅ ډول توجیه نه لري او د خلکو پر ژوند یې مستقیم منفي اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړه، ملګري ملتونه هڅه کوي چې طالبان د مرستندویه کارکوونکو لپاره د انټرنېټ کارولو په برخه کې استثنا ومني.
اړوندې لیکنې :
- ملګري ملتونه: افغانستان د اوبو کمښت له یوه قوي ناورین سره مخ دی
- ملګري ملتونه: که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې بشري مرستو ته اړتیا لري
- اوچا: افغانستان له یوه پیچلي بشري ناورین سره مخ دی
- ملګري ملتونه: تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو تر ۱۶ زرو ډېرو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي