هر ګړې د کابل په وخت : 6:48 am
ننې نیټه : 01-10-2025
تاریخ : 01-10-2025
ساعت : 06:48

ایټالیا په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره دوه میلیونه یورو ځانګړې کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ایټالیا اعلان کړی چې په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو او د بیړنیو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ لپاره یې دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده.د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت، چې په قطر کې فعال دی، ویلي دغه مرسته د درملنې مرکزونه به فعال وساتي او د اعتیاد پر وړاندې د مبارزې پروګرامونه به پیاوړي کړي.

ایټالیا اعلان کړی چې په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو او د بیړنیو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ لپاره یې دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت، چې په قطر کې فعال دی، ویلي دغه مرسته د درملنې مرکزونه به فعال وساتي او د اعتیاد پر وړاندې د مبارزې پروګرامونه به پیاوړي کړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نږدې څلور میلیونه افغانان له نشه‌يي توکو سره روږدي دي، چې په هغوی کې ښځې او نجونې د فقر او پوهاوي د کمښت له امله تر ټولو ډېرې زیان ویني.

ملګري ملتونه وایي، د ایټالیا مالي ملاتړ به د درملنې تر څنګ د افغان ښځو او نارینه‌وو لپاره د عایداتي فرصتونو زمینه هم برابره کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x