د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په ځانګړې مرکه کې له طالبانو وغوښتل چې ټول امریکایي وګړي چې په ناحقه نیول شوي دي، ژر تر ژره خوشې کړي.
نوموړې ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ ضد مبارزه د واشنګټن له لومړیتوبونو څخه ده او طالبان باید خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوایي اډې د کارولو پر سر د خبرو افشا کړې وې، خو طالبانو د دغه غوښتنې مخالفت کړی او د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
امریکا طالبان لا هم د «ترهګرې ډلې» په توګه ګڼي او واکمني یې په رسمیت نه پېژني.
اړوندې لیکنې :
- بشري حقونو نړیواله ورځ؛ رینا امیري د طالبانو له بنده د ښځینه فعالانو خوشې کېدو غوښتنه وکړه
- امریکایي سناتورې د افغانستانی همکارانو د ملاتړ د لایحې د تصویب غوښتنه وکړه
- روغتیا نړیوال سازمان طالبان ته د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه
- طالبانو په بېلاروس کې له افغان بندیانو او چارواکو سره لیدنه وکړه
- د افغانستان د خبریالانو مرکز د درېیو سیمهییزو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
- «فریډم نو» د طالبانو له بنده د منیژې صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه کړې