د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د سېشنبې په ورځ د بنګله دېش د عالمانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې داسې اسلامي نظام جوړ شوی چې اوس ټوله اسلامي نړۍ یې په خپلو هېوادونو کې د تطبیق غوښتنه لري.
هغه زیاته کړه چې دا نظام د ډېرو کلونو جګړو او افغانانو د قربانیو پایله ده.
سره له دې چې ډېری اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي، خو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه ځي او ښځې هم د کار اجازه نه لري.
عبدالحکیم حقاني وویل چې د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه د عدل رامنځته کول دي، او د طالبانو محکمې یوازې د ښځو د ځپنې لپاره نه دي جوړې شوي.
اړوندې لیکنې :
- د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو غوښتنه کړې
- خالد حنفي: کفري نړۍ نه غواړي اسلامي نظام افغانستان کې پاتی شي
- د اسلامي هېوادونو د مشرانو بې پایلې ناستې؛ د اسلامي هېوادونو د ناکامۍ لاملونه اختلافات، ولکه او وېره
- د پروان والي: خبریالان دې دین او اسلامي نظام ته خدمت وکړي
- یوه چینايي ورځپاڼه: په افغانستان کې اسلامي افراطیت او ترهګري مخ پر زیاتېدو ده
- امنه محمد او د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي د افغانستان او غزې پر حالاتو خبرې وکړې