د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو زدهکړو پورې تړلی دی او باید دوی ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
د دې بنسټ مشره، شیما سن ګوپټا، په جلالاباد کې له یوه روزنیز مرکز څخه لیدنې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ، چې نجونې دې زدهکړو ته پرېږدي او په دې برخه کې لګېدلي محدودیتونه دې لرې کړي.
اغلې سن ګوپټا ویلي، د نجونو زدهکړې نه یوازې دوی ته د راتلونکې هیلو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، بلکې د ژوند په مهمو چارو لکه د جبري ودونو مخنیوي او خوندیتوب کې هم رول لري.
یونېسف ټینګار کوي، چې د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره د نجونو د زدهکړو دوام اړین دی، خو تر څلورو کلونو وروسته هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې پاتې دي.
اړوندې لیکنې :
- اروپایي اتحادیې د افغان ښځو او نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو تازه بندیز وغنده
- له زدهکړې د نجونو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې؛ «د افغان نجونو د ملاتړ لپاره یو موټی شئ»
- یونېسف: څلور مېلیونه افغان ماشومان له زدهکړو بې برخې دي
- یونېسف: په غزه کې باید د ماشومان د ژوند ژغورنې د بهیر ملاتړ وشي
- د افغان نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پاموړ کم شوی دی
- ګوترېش د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار بندیز «ظالمانه» بللی