ګلبدین حکمتیار، مشر حزب اسلامي، د امریکا د ولسمشر د بګرام هوايي اډې د غوښتنې په غبرګون ویلي چې امریکا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کالونو طالبان ترهګر بلل، خو په ورته وخت کې یې د بګرام او نورو تجهیزاتو په ګډون ټول افغانستان ورسره وروسپاره.
حکمتیار ټینګار کړی چې امریکا بګرام د چین پر وړاندې د مقابلي لپاره نه، بلکې د افغانستان د بیا اشغال لپاره غواړي.
هغه د امریکا ولسمشر ته خبرداری ورکړی چې دغه پالیسي به د امریکا د زوال لامل شي او تاریخ به یې د فاتح په توګه ونه بښي.
حکمتیار همداراز ویلي چې افغانان به هېڅکله د هغو کسانو ملاتړ ونه کړي چې د دوښمن پر وړاندې تسلیم شي او د بګرام هوايي اډه به امریکا ته ونه سپارل شي.
اړوندې لیکنې :
- امریکا کې د یوې روزنیزې الوتکې سقوط؛ د افغان پوځ د یوه پخواني پیلوټ په ګډون درې تنه وژل شوي
- د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې مشر: د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ترهګر د ودې په حال کې دي
- طالبان په بګرام کې د خپلو بندیانو خاطرې راټولوي او ثبتوي
- ګوتېرېش: په افغانستان کې دې د ټولو قومونو په ګډون یو ټولګډونی دولت جوړ شي
- ازادۍ جبهې د بګرام پر هوايي ډګر د برید ادعا کړې
- ډیلي مېل: طالبانو په افغانستان کې د اعدام په ګډون وحشيانه او ظالمانه سزاګانې پلي کړي دي