نړۍوال بانک په خپل راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې ده.
راپور کې ویل شوي چې د بهرنیو مرستو کمښت، د اقلیمي بدلون اغېزې، د کډوالو ستنېدل او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو خرابوالی د اقتصادي وضعیت د خرابېدو لامل شوي دي.
په ځانګړې توګه، وروستۍ زلزلې او د کډوالو زیاتوالی د وضعیت په خرابېدو کې رول لري.
سره له دې، د افغانیو ثبات او د طالبانو لخوا د مالیاتو راټولونه د ځینو مثبتو پرمختګونو په توګه یاد شوي دي.
نړۍوال بانک ټینګار کړی چې که څه هم افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی، بیا هم ځینې برخو کې لږ پرمختګونه مشاهده شوي دي.
اړوندې لیکنې :
- ننګرهار کې یو ۵۰ کلن کس د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې
- په کابل کې یو پخواني پوځي د اقتصادي ستونزو له کبله ځانوژنه کړې
- د بښنې نړیوال سازمان: ښځې د اقتصادي او بشري ناورینونو څخه ډیرې اغېزمنې شوې دي
- امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې
- د طالبانو ادعا: د ترکیې ولسمشر د افغانستان پر اوسني وضعیت خوښي څرګنده کړه
- د طالبانو مرکزي بانک مشر: بانکي او مالي سیسټم به په بشپړه توګه اسلامي کړو