د ننګرهار امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو ورونو ترمنځ شخړه را منځته شوې چې له امله یو کس خپل یو ورور او د هغه زوی په ډزو وژلي دي.
د دغې امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دا شخړه هغه مهال را منځته شوې چې د دې کورنۍ غړي له ډېر پخوا د ځمکې پر سر پر لانجه و چې نن یې محکمه وه؛ خو محکمې ته له تګ وړاندې یې لفظي شخړه په فزیکي شخړه بدله شوې.
نوموړي ویلي، یوه ورور د فزیکي شخړې پرمهال پر خپل بل ورور او وراره ډزې کړي چې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي چې د طالبانو سرتېري سیمې ته رسېدلي او د پېښې پر څېړنې او د عاملینو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.
اړوندې لیکنې :
- په ننګرهار کې د ځمکې پر سر نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي
- لغمان کې د ځمکې پر سر د نښتې له امله پنځه کسان وژل شوي
- ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي
- د پښتونخوا والي: د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله ۱۸ کسان د سیلابونو له امله مړه شول
- په ننګرهار کې د ماشومانو پر سر د شخړې په پاېله کې یو کس وژل شوی
- هلمند د مځکې پر سر د شخړې له امله یو دیني عالم وژل شوی