هر ګړې د کابل په وخت : 12:59 am
ننې نیټه : 10-09-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 10-09-2025
ساعت : 00:59
: 1

قطر: د افغانستانی ښځو محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو پر ضد دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازولۍ مرستیالې جوهره بنت عبدالعزیز السویدي په جنیوا کې د بشري حقونو شورا ته ویلي، چې د افغانستانی ښځو او نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو سره په ټکر کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازولۍ مرستیالې جوهره بنت عبدالعزیز السویدي په جنیوا کې د بشري حقونو شورا ته ویلي، چې د افغانستانی ښځو او نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو سره په ټکر کې دي.

هغې ټینګار وکړ، چې د زده‌کړې او کار حقونه باید د افغانستان د راتلونکې د جوړولو اساسي برخه وي او نړۍوال باید دا موضوع په خپلو اجنډاوو کې مهم ځای ورکړي.

السویدي زیاته کړه، چې افغانستان اوس مهال له ګڼو ننګونو سره مخ دی، لکه اقتصادي بحران، بې‌کاري، بېوزلي او د خوراکي توکو کمښت.

هغې د نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان په بیارغونه، د بشري مرستو په رسولو او د افغانستان لوریو ترمنځ د خبرو اترو په ملاتړ کې پراخ رول ولوبوي، څو دایمي سولې ته زمینه برابره شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x