د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي وايي، په الهي قانون کې د انسان د ژبې، قوم او رنګ هېڅ ارزښت نه شته او یوازې هغه څوک غوره ګڼل کېږي چې د تقوا خاوند وي.
نوموړي دغه څرګندونې د کابل په یوه دینی غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې وزیر او عادي وګړی د ارزښت له پلوه توپیر نه لري.
خو په عین حال کې ګڼ شمېر سیاسي شنونکي طالبان په عملي ډګر کې د خپلو خبرو پر خلاف بولي.
دوی وایي چې طالبانو تل خپل غړي د نورو افغانانو په پرتله غوره ګڼلي او پر هېواد کې یې د نظر، سیاسي ګډون او مدني حقونو د نورو لورو مخه نیولې ده.
د شنونکو په باور، د طالبانو چلند د تبعیض، سختدریځۍ او نورو وګړو د حقونو د محدودولو ښکاره نښه ده.
اړوندې لیکنې :
- ایا ملایان به د طالبانو د "امربالمعروف" قانون سره د ټولنې کنټرول واخلي؟
- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: د طالبانو امرباالمعروف قانون ظالمانه دی
- د ملا هبتالله د نوي فرمان: یو کس دوه ځایه دولتي دنده نه شي کولای
- د طالبانو دیني علماوو پر هبتالله غږ کړی چې عصري علومو ته پاملرنه وکړي
- رحمت الله اندړ: د طالبانو او پاکستان ترمنځ راپورته شوې ناندرۍ جعلي دي
- طالبان ترانه ویوونکو ته پیسې ورکوي چې د ملا هبت الله د فرمانونو په ملاتړ ترانې ولیکي