په وروستیو کلونو کې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د دیني مدرسو (مدارسالجهاد او نورو دیني مدرسو) د پراخېدو شاهد دی. دغه مدرسې چې په ظاهره د اسلامي زدهکړو د تدریس ځایونه ګڼل کېږي، په عمل کې د ماشومانو د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او د راتلونکو طالبانو د روزنې په مرکزونو بدل شوي دي. دا لړۍ نه یوازې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان راتلونکی هم د ورانۍ پر لور بیایي. دغه مقاله پر دې انساني فاجعې رڼا اچوي او د هغې پایلې څېړي.
د ماشومانو له جنسي ناوړه ګټه اخیستنې پراخ ابعاد
د بشري حقونو د سازمانونو او خپلواکو رسنیو ګڼ شمېر راپورونه ښيي چې په ډېرو دیني مدرسو کې افغان ماشومان د ملايانو او مسوولینو له خوا د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې قرباني کېږي. دغه ماشومان چې زیاتره د بېوزلو او بېسرپرسته کورنیو دي، یا په زوره او یا هم د اړتیا له امله دغو مدرسو ته استول کېږي او د فزیکي او رواني ځورونو لاندې راځي.
الف. ټولنیز انزوا او د راپور ورکولو وېره: د قربانیانو ډېرې کورنۍ د ټولنیزو پایلو او د طالبانو د غړو د ګواښونو له امله د خپلو تراژیدیو د افشا کولو جرأت نه کوي.
ب. د نړيوال څار نشتوالی: د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، د ملګرو ملتونو او یونیسف په څېر څارونکې ادارې دغو مدرسو ته ډېر محدود لاسرسی لري، چې د دغو جرمونو د څېړلو امکانات په وحشتناکه ډول کم شوي دي.
ج. د رواني ناروغیو اوږدمهاله اغېزې: قرباني ماشومان د خپګان، اضطراب او PTSD په څېر رواني اختلالاتو سره مخ کېږي، چې د هغوی راتلونکی جدي ګواښي. دا ماشومان په راتلونکي کې په تاوتریخوالي خوښ نارینه او عقدوي وژونکو بدلېدلی شي.
د ماشومانو د طالبانو په جنګیالیو بدلول
طالبان له دغو مدرسو څخه د پوځي ځواک د تولید فابریکې په توګه کار اخلي. ماشومان د سختو افراطي ایډیولوژیکي زدهکړو لاندې روزل کېږي او ورو ورو د دغې ډلې په وسلهوالو غړو بدل کېږي. د راپورونو له مخې، یوازې په تېرو څلورو کلونو کې سلګونه ځوانان له دغو مدرسو فارغ شوي او د طالبانو په لیکو کې جذب شوي دي.
الف. مغزي شستوشوی او تاوتریخواليمحوره درسونه: د دغو مدرسو درسي پروګرامونه په نظامي روزنه، د تاوتریخوالي ترویج او د مخالفانو پر وړاندې د کرکې په خپرولو ولاړ دي.
ب. د ماشومانو کارول په جګړو کې: شواهد ښيي چې طالبان له ځوانانو څخه په وسلوالو جګړو کې کار اخلي، چې دا د د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون اختیاري پروتوکول ښکاره سرغړونه ده.
ج. د ترهګرۍ نړیوال سناریو: طالبان د القاعدې او نورو ترهګرو شبکو په همغږۍ کې ماشومان په خپلو کمپونو کې هره ورځ په نظامي مهارتونو روزي، هغوی د خپل پوځ برخه ګرځوي او یا یې نورو ترهګرو ډلو ته سپاري، څو د پاکستان، ایران، تاجیکستان، ازبکستان او روسیې په څېر ګاونډیو هېوادونو کې خپل فرامرزي پلانونه عملي کړي.
د. دتعلیمي او مسلکي راتلونکې له منځه وړل: دغه ماشومان له عصري زدهکړو او راتلونکي مسلکي فرصتونو بېبرخې کېږي او یوازې د جګړې د دوام د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.
ټولنیزې او سیاسي پایلې
د دیني مدرسو دننه سیستماتیک تبعیض، جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او پوځيګرایي د افغانستان لپاره ویجاړونکي عواقب لري:
۱. د ټولنیز تاوتریخوالي زیاتوالی: ماشومان چې په دغه سیستم کې روزل کېږي، په راتلونکي کې په خشنو او افراطي وګړو بدل کېږي. دا مانا لري چې افغان ټولنه به لا ډېر د تاوتریخوالي په بحران کې ډوبه شي.
۲. د ټولنې اخلاقي بنسټونو کمزوري کېدل: کله چې د خلکو باور پر ښوونیزو او مذهبي بنسټونو له منځه ولاړ شي، ټولنه له هویتييز بحران او بېباورۍ سره مخ کېږي. په پایله کې، افغانان او نور اسلامي ټولنې به ورو ورو له دین څخه کرکه پیدا کړي او د دین د ټولنیز نقش د حذف پر لور خوځېږي.
۳. د کډوالۍ د بحران زیاتوالی: کورنۍ د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره د خطرناکو کډوالیو پر لور ځي. که د طالبانو واکمنۍ دوام وکړي، د افغانانو آوارهتوب او بدبختي به په نږدې راتلونکي کې نوره هم ډېره شي.
د مقابلې ممکنه لارې چارې
سره له موجودو محدودیتونو، لاندې ګامونه تر یوه بریده د دې بحران د پراخېدو مخه نیولی شي:
الف. نړیوال افشاګري: د رسنیو او بشري حقونو د بنسټونو فشار پر طالبانو کولای شي د شفافیت لامل شي.
ب. د بدیل زدهکړو ملاتړ: د نړیوالو ادارو په مرسته د غیردیني او پټ ښوونځیو جوړول کولای شي ماشومانو ته د خوندي زدهکړو یو څه فرصت برابر کړي.
ج. د قربانیانو رواني او حقوقي ملاتړ: مدني سازمانونه باید قربانیانو ته ځانګړې مرسته وکړي څو له تاوتریخوالي د دوام له کړۍ راووځي.
پایله
د افغانستان په دیني مدرسو کې د ماشومانو وضعیت یوه څو اړخیزه انساني فاجعه ده چې همدا اوس روانه ده.
د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او د هغوی پوځي او افراطي روزنه، نه یوازې د هغوی راتلونکی ورانوي، بلکې د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي. نړیواله ټولنه نشي کولای د دې بحران پر وړاندې چوپ پاتې شي. د دې ماشومانو د ژغورلو لپاره عاجله او همغږې کړنې اړینې دي، مخکې له دې چې یوه بشپړه نسل د تیارو خوراک شي.
مه هېروئ: د افغانستان د رنځېدلو او د زړه وینو وهلو میندو چیغې چې هره ورځ خپل ماشومان د خپلو سترګو مخې ته په قاتلانو او رواني ناروغانو بدل شوي ویني!
اړوندې لیکنې :
- د غزه دې ماشومانو سره بې رحمانه او ناوړه چلند کول
- په ختیځ افغانستان کې د نجونو د زدهکړو لپاره د دیني مدرسو شمېر زیات شوی
- ملاله یوسفزۍ: طالبان په افغانستان کې له اسلام څخه ناوړه ګټه اخلي
- یونیسف: په افغانستان کې له هر درېیو ماشومانو یو یې ښوونځي ته نه ځي
- سیګار د طالبانو له لوري د افغانستان وجهي صندوق له پیسو څخه د ناوړه ګټېاخیستنې په هکله…
- په افغانستان کې د نشه یی توکو ناورین؛ د دې ناوړه پدیدې د راپورته کیدو لامل، جګړه او د بهرنیو…