په خپلو حقونو پسې سرګرانه لسګونه افغانستانی متقاعدینو یو ځل بیا په کابل کې اعتراض کړی او د طالبانو پر رژیم یې نیوکې کړي چې خپل مشروع حقونه لا نه ورکوي.
دوی چې پرون شنبه د زمري ۲۶مه، په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو، وايي څلور کاله کیږي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه کوي؛ خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.
د دغه لسګونه متقاعدینو په وینا چې وروستی اعتراض یې ځکه د طالبانو د واکمنۍ له څلورمې کلیزې سره هممهاله کړی، چې ګوندې غږ یې د طالبانو حکومت تر مشرانو ورسیږي.
دغه پخواني دولت مامورین هوډ لري تر هغه چې یې حقونه نه وي ورکړل شوي خپلو اعتراضونو او غونډو ته به دوام ورکړي.
په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې متقاعدینو په وار وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.
د طالبانو رژیم بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي.
د طالبانو د مالیې وزارت بیا ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکړې پرېکړه شوې ده؛ خو متقاعدین بیا نیوکه کوي، چې اړونده ادارې دغه امر نه مني.
اړوندې لیکنې :
- نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتسو ناکامورا د وژنې څلور کاله پوره شول
- متقاعدین بیا د حق غوښتنې په موخه کابل کې سړکونو ته راووتل
- ملاله یوسفزۍ ۱۳ کاله وروسته په سوات کې خپل کلي ته لاړه
- روسیه به تر ۲۰۳۰ کاله د کال تر ۳۲ زرو ډېرې بېپيلوټه الوتکې تولید کړي
- طالبان او په افغانستان کې د فقر زیاتوالی: د طالبانو له راستنېدو درې کاله وروسته اقتصادی بحران
- حسینبخش صفري له خپل اسراییلي سیال سره مخ کېږي