د برتانیې د دفاع وزارت دایمي منشي، ډیویډ ویلیامز، له خپلې دندې د استعفا پرېکړه کړې ده.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د دغه وزارت له خوا د نږدې ۱۹ زره افغان قراردادیانو، چې د «آرایپ» پروګرام له لارې برتانیې ته د انتقال غوښتونکي وو، شخصي او امنیتي معلومات په ناڅاپي ډول افشا شول.
د معلوماتو دا افشاګري نه یوازې د افغان همکارانو، بلکې د برتانوي ځانګړو ځواکونو، استخباراتي ادارو او نورو امنیتي پرسونل نومونه هم رانغاړل.
له دې وروسته، برتانیې د دغو افغانانو د خوندیتوب لپاره یو ځانګړی انتقالی بهیر فعال کړ. که څه هم دا یوه لویه امنیتي تېروتنه وه، خو مسوؤل شخص له دندې نه دی ګوښه شوی، چې له املهیې د برتانوي پارلمان غبرګونونه راپارولي دي.
اړوندې لیکنې :
- د برېتانیا پارلمان د افغانستانی همکارانو د معلوماتو د افشا قضیه څېړي
- په غزه کې د امریکا په همکارۍ د اسرائیلو د جنایتونو افشا کول: نامعلومو امریکايي افسرانو د…
- لغمان ولایت کې یو طالب چارواکی ووژل شو
- په دایکندي کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو رئیس په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوند بایللی
- پاکستانی چارواکی: د اپرېل له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغان کډول افغانستان ته ستانه شوي
- مالیزیايي چارواکی حقاني ته: د سایبري امنیت په برخه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو یو