د بشري حقونو د پخواني کمېسیون مشره، شهرزاد اکبر، وایي چې یوازې ظالمان او فاسدان له ازادو رسنیو وېرېږي.
نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړ، طالبان د تېرو درېیو اوونیو په ترڅ کې اووه خبریالان نیولي دي.
اکبر زیاتوي، هغه واکمني چې پر فساد ولاړه وي، هڅه کوي چې د خلکو غږ چوپ او لاسرسی یې معلوماتو ته بند کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو استخباراتو او امر بالمعروف ځواکونو ګڼ خبریالان بنديان کړي، او د خبریالانو ملاتړو ادارو له طالبانو د بې قیده خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
اړوندې لیکنې :
- د افغانستان خپلواکو رسنیو ته د بريټانیا او کاناډا د ازادۍ ګډه جایزه ورکړل شوه
- تبعید کې افغان خبریالان: د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د یوناما راپور نیمګړی دی
- جلا وطنه افغان خبریالان: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ خبریالان بندیان کړي دي
- د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ یوه میاشت کېږي چې د ازادۍ راډیو خبریال د طالبانو تر شکنجې لاندې دی
- د ازادۍ جبهه وایي، چې په پروان ولایت کې یې درې تنه طالبان وژلي دي
- طالبان: د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته د نامشروع کارونې په اړه خبرداری ورکړ