تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ګڼ شمېر پاکستاني ځواکونه د جګړې د سختیو له امله له جګړې ستړي شوي او د دوی پر وړاندې په عملیاتو کې یې ګډون نه دی کړی.
په دې راپور کې ویل شوي چې د پاکستاني ځواکونو د ورځې ۳۰ تر ۴۰ پورې کسانو ته مرګژوبله رسیدلې، امنیتي سرتیري له خپلو دندو استعفاوې ورکړي او د ادارو ناسم چلند یې د جګړې په ډګر کې د هغوی د زړه توري کېدو سبب شوی دی.
ټيټيپي همدارنګه ادعا کړې چې پاکستاني امنیتي بنسټونه د جګړې لپاره د کسانو کمښت سره مخ دي او د ځواکونو عمومي روحیه ټیټه شوې ده.
دوی خبرداری ورکړی چې د ځواکونو د جذب لپاره د لوړو امتیازونو اعلانونه باید په جدي توګه وڅارل شي. تر اوسه پاکستاني رسمي سرچینو د ټيټيپي د دې ادعا په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
اړوندې لیکنې :
- د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازولۍ له دندې ګوښه شو
- ټيټيپي: پرون ناوخته مو د خېبر اېجنسۍ په تېرا دره کې ۷ پوځیان وژلي دي
- پخواني پوځیان ملګرو ملتونو ته: د دوحې غونډې ته باید زموږ رښتینی استازی راوبلل شي
- غزه کې د جګړې له پېله تر «۲۰۰سوو» ډېر خبریالان وژل شوي
- د هنيه شهادت؛ اسماعیلي چې د فلسطین د جګړې لپاره قرباني شو
- فایق: د ملایانو ګومارل افغانستان ته بېوزلۍ او جګړې راوړي