هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۱۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۵-۰۵-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۵-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۱۳:۱۸
: 1

سورینس: طالبان لا هم لږکۍ ځوروي او د امریکا پخواني همکاران په نښه کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکايي خیریه سازمان «ورلډ ریلیف» د پالیسۍ مشر، ماتیو سورینس، وایي چې افغانستان لا هم د بېرته ستنېدونکو افغانانو لپاره خوندي نه دی، ځکه طالبان مذهبي لږکۍ او هغه کسان ځوروي چې د امریکا له پوځ سره یې همکاري کړې ده.نوموړي د امریکا د حکومت پرېکړه، چې د موقتي خوندیتوب پروګرام (TPS) پای ته رسېدلی، له واقعیتونو لرې وبلله.

د امریکايي خیریه سازمان «ورلډ ریلیف» د پالیسۍ مشر، ماتیو سورینس، وایي چې افغانستان لا هم د بېرته ستنېدونکو افغانانو لپاره خوندي نه دی، ځکه طالبان مذهبي لږکۍ او هغه کسان ځوروي چې د امریکا له پوځ سره یې همکاري کړې ده. 

نوموړي د امریکا د حکومت پرېکړه، چې د موقتي خوندیتوب پروګرام (TPS) پای ته رسېدلی، له واقعیتونو لرې وبلله.

سورینس وایي که امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکوي چې افغانستان ته مه ځئ، نو دا پوښتنه راولاړیږي چې ولې پناه‌غوښتونکي افغانان باید بېرته هغه ځای ته واستول شي. 

نړیوال بشري سازمانونه هم له امریکايي چارواکو غواړي چې د افغان کډوالو لپاره د خوندیتوب پالیسي له سره وارزوي او د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې له مرګ یا ځورونې سره مخ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x