د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پټنځایونو په اړه د اسلاماباد اندېښنو ته مثبت غبرګون ښيي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترینګلتیا ښکار وې، اوس یو څه ښه شوې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم تازه کابل ته سفر کړی و، او هلته یې له طالب چارواکو سره د امنیت، کډوالو، او د TTP د حضور په اړه خبرې کړې دي.
پاکستاني چارواکي وایي، افغانستان طالبان موافقه کړې چې د TTP جنګیالي به له ډېورنډ کرښې سره نږدې سیمو څخه تدریجي ډول نورو ځایونو ته انتقال کړي.
دا یو ډول د مسلې په موجودیت اعتراف ګڼل کېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اوس تخنیکي خبرې روانې دي او دواړه لوري د امنیتي همکاریو ترڅنګ د سوداګرۍ، ګمرکاتو او لوژستیکي چارو په اړه هم خبرې کوي.
تمه ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به هم ژر اسلاماباد ته سفر وکړي.
اړوندې لیکنې :
- طالبان: ملګري ملتونه زموږ د رسمیت پېژندنې په تړاو غېراصولي چلن کوي
- طالبان: په غزه کې د جګړې درولو په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړهلیک مثبت پېل دی
- وروستیو نښتو ته د امریکا غبرګون: طالبان او پاکستان دې خپلو کې خبرې وکړي
- په هېواد کې وروستیو سېلابونو ته د پاکستان غبرګون: په دې سخت وخت کې له افغانانو سره ولاړ یو
- منظور پښتین: له پاکستان په زور د افغانانو د ایستلو په غبرګون کې لاریونونه پیلوو
- اسحاق ډار وایي، له افغانستان سره د پاکستان اړیکې مثبت لور ته روانې دي