د برېتانیا د پارلمان د استخباراتي او امنیتي چارو کمېټې اعلان کړی چې د هغو افغانستانی همکارانو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو په تړاو به رسمي پلټنه پیل کړي، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د برېتانیا د دفاع وزارت له خوا د یوه تخنیکي تېروتنې له امله رسوا شوي وو.
ویل شوي چې دا لیست د شاوخوا ۱۸ زره افغانستانی غوښتونکو معلومات لري، چې د طالبانو له ګواښ سره مخ کېدلی شي.
د کمېټې مشر لارډ بیومېش ویلي، دوی به د استخباراتي ادارو رول وڅېړي، او له حکومته یې غوښتي چې هغه پټ اسناد خپاره کړي چې دا پرېکړه ورباندې ولاړه ده.
د راپورونو له مخې، نه یوازې د افغانستانی غوښتونکو معلومات افشا شوي، بلکې د شاوخوا ۱۰۰ برېتانوي پوځیانو او استخباراتي کارکوونکو نومونه هم رسوا شوي دي.
حکومت ویلي، متضررینو ته به غرامت ور نه کړي او له هر ډول قانوني دعوې سره به کلکه دفاع وکړي.
اړوندې لیکنې :
- افغانانو د معلوماتو افشا؛ د برتانیې د دفاع وزارت لوړپوړی چارواکی استعفا ورکوي
- امریکایي سناتورې د افغانستانی همکارانو د ملاتړ د لایحې د تصویب غوښتنه وکړه
- په غزه کې د امریکا په همکارۍ د اسرائیلو د جنایتونو افشا کول: نامعلومو امریکايي افسرانو د…
- برېتانیا د افغانستان د سلګونو ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنې درخواست مني
- برتانوۍ ورځپاڼه: د برېتانیا لهخوا د پخوانیو افغان ځواکونو د پناه غوښتنې ردېدل «خیانت» دی
- په دایکندي کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو رئیس په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوند بایللی