د افغان اېواک بنسټ مشر، شان ون ډایور، وایي چې د زرګونو افغان متحدینو ژغورنه نور یوازې د احساساتي خبرو پر مټ نهشي تر سره کېدای، بلکې عاجل او عملي اقداماتو ته اړتیا ده.
هغه د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د همغږۍ په تړاو ویلي، دا وخت د عمل دی، ځکه چې ګڼ افغانان لا هم په اماراتو، قطر، پاکستان، ترکیه، البانیا او نورو هېوادونو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې راپورونه وايي یو شمېر افغانان ممکن طالبانو ته وسپارل شي. د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي چې دا ډول کړنه به د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.
افغان اېواک ټینګار کوي چې دا افغانان، چې د امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی، باید ژر تر ژره خوندي ځایونو ته ولېږدول شي، او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له شعارونو تېر شي او مسوولانه عمل وکړي.
اړوندې لیکنې :
- البانیا: افغان ښځې یوازې پیوستون ته نه، بلکې عملي اقدام ته اړتیا لري
- برازیل د افغان کډوالو د منلو لپاره نوی پروګرام پيل کړی
- ملګرو ملتونو: افغان کډوالو د پاکستان په لاریونونو کې ګډون ونه کړي
- طالبان: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو شړل د نړیوالو معیارونو خلاف چاره ده
- افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری:په سیاسي او ټاکنیزو فعالیتونو کې مو ښکېلتیا، ناقانونه ده
- د افغان کډوالو د خوندیتوب پروګرام لغوه کېدل؛ زرګونه افغانان له شړلو سره مخ دي