هر ګړې د کابل په وخت : 11:56 am
ننې نیټه : 01-10-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 01-10-2025
ساعت : 11:56
: 1

‌د طالبانو له‌خوا جنسیتي توپیر دې د بشریت ضد جنایت وبلل شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بشري حقونو څار سازمان درې مخکښو څېړونکو ویلي، چې د طالبانو له‌خوا پر افغان مېرمنو لګول شوي سیستماتیک محدودیتونه باید د جنسیتي توپیر او د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژندل شي.دغه څېړونکي، هېدر بار، ماکارنا سایس، او استیسي لي مانوېل، ویلي چې نړیوال غبرګون د افغانستانی ښځو د حقونو د دفاع لپاره کافي نه‌دی.

د بشري حقونو څار سازمان درې مخکښو څېړونکو ویلي، چې د طالبانو له‌خوا پر افغان مېرمنو لګول شوي سیستماتیک محدودیتونه باید د جنسیتي توپیر او د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژندل شي.

دغه څېړونکي، هېدر بار، ماکارنا سایس، او استیسي لي مانوېل، ویلي چې نړیوال غبرګون د افغانستانی ښځو د حقونو د دفاع لپاره کافي نه‌دی.

دوی ټینګار کړی چې د طالبانو له‌خوا د ښځو دوامداره ځپل او د بشري حقونو فعالانو هڅې، د نړیوالو ملاتړ جدي خلا ښکاره کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبان ادعا کوي د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تضمین دي، خو عملي اقدامات یې پراخ محدودیتونه پر ښځو وضع کړي چې دننه او بهر پرې نیوکې روانې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x