د ټرمپ اداره د جولای په ۱۴مه د افغانستانی کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام لغوه کوي، چې له امله یې شاوخوا ۱۱ زره افغانستانی د نیول کېدو او شړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.
دا پداسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ښځو، نجونو، اقلیتونو او عامو وګړو لپاره یو له تر ټولو ناامنه ځایونو ګڼل کېږي.
د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې بېرته استنول شوې ښځې او نجونې به له سخت خطر سره مخ شي.
د بشري حقونو مدافعین، افغان فعالان او یو شمېر امریکايي سناتوران له حکومت غواړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي او د TPS پروګرام بېرته فعال کړي.
دوی وایي دا پرېکړه به نه یوازې زرګونه انسانان له ناورین سره مخ کړي، بلکې امریکا به له هغو افغانانو سره خپل اخلاقي مسؤلیت هم له پامه وغورځوي، چې له کلونو راهیسې یې له امریکایي ماموریتونو سره همکاري کړې.
اړوندې لیکنې :
- پاکستان د افغان کډوالو د شړلو تر سیورې لاندې کابل سره اړیکې رغوي
- برازیل د افغان کډوالو د منلو لپاره نوی پروګرام پيل کړی
- ټرمپ په امریکا کې د ۵۳۰ زره کډوالو د لنډمهاله استوګنې اسناد لغوه کوي
- د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ۱۵.۸ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي
- د امریکا اریزونا ایالت پوهنتون د افغان نجونو لپاره د زدهکړو انلاین پروګرام پېل کړ
- ملګرو ملتونو: افغان کډوالو د پاکستان په لاریونونو کې ګډون ونه کړي