د جرمونو نړۍوالې جنایي محکمې لهخوا د طالبانو مشر د نیولو حکم تر خپرېدو وروسته، د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو حقونو څانګې مشرې هېدربار ویلي، چې د جرمونو دوام او د تکرار د مخنیوي اړتیا د دغه حکم د صادرېدو اصلي لاملونه وو.
نوموړې چهارشنبه، د چنګاښ ۱۸مه، په خپلې اېکسپاڼې د جرمونو نړۍوالې محکمې دا اقدام د عدات لپاره ګټور بللی دی.
هغې په خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «محکمه په دې نظر ده، چې دا اقدامات (جرمونه) دوام لري او د نیولو د حکمونو په تړاو عامه پوهاوی ښايي د دې جرمونو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن وي.
په همدې اساس، محکمه په دې نظر ده چې د دې حکمونو عمومي افشاکېدل د عدالت په ګټه دي.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو د مشرانو د نیولو حکم د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت د ترلاسه کېدو پر لور یو مهم ګام بللی و.
هغه ویلي، دا پرېکړه ښيي چې د بشري حقونو سرغړونکو ته به نور معافیت ورنه کړل شي.
اړوندې لیکنې :
- اسټرالیا: د طالبانو له لوري د مېرمنو او نجونو د نیولو په تړاو ژور اندېښمن یو
- د جمهوري نظام د پوځیانو نیولو دوام؛ طالبانو په سمنګان کې د تېر حکومت يو افسر نيولى
- د بریټانیا حقوقي ټولنه: د طالبانو تر سیوري لاندې عدالت ته لاسرسی نشته
- نتنیاهو: اسراییل د ټرمپ لهخوا د غزې د 'نیولو' پلان ته ژمن دی
- د جرمونو محکمې څارنوال د بنیامین نتنیاهو د نیولو غوښتنه کړې
- پوتین د کورسک د بېرته نیولو لپاره برید ته چمتو دی