هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۹-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۹-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۲۳:۵۰
: 2

حقاني او دریځ یې د پاکستان لپاره مهم بلل شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوه تازه مقاله کې د افغانستان د روان وضعیت، طالبانو سره د پاکستان د اړیکو، او په ځانګړي توګه د سراج الدین حقاني پر رول تمرکز کړی دی.دغه مقاله چې تر عنوان «په افغانستان کې د سیاست بدلون»لاندې خپره شوې، وایي چې د حقاني دریځ، نرم شویو اړیکو، او د نړیوال تعامل هڅو ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه چې دا دریځ د پاکستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.

اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوه تازه مقاله کې د افغانستان د روان وضعیت، طالبانو سره د پاکستان د اړیکو، او په ځانګړي توګه د سراج الدین حقاني پر رول تمرکز کړی دی.

دغه مقاله چې تر عنوان «په افغانستان کې د سیاست بدلون»لاندې خپره شوې، وایي چې د حقاني دریځ، نرم شویو اړیکو، او د نړیوال تعامل هڅو ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه چې دا دریځ د پاکستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د مقالې لیکوال د نیویارک ټایمز ژورنالیستې کریسټینا ګولډبام پر یو راپور هم تکیه کړې، چې له سراج الدین حقاني سره د مرکې پر بنسټ لیکل شوی.

ګولډبام لیکلي، حقاني هڅه کړې له خپلو پخوانیو دوښمنانو سره، په شمول د روسیې، چین او اروپا، اړیکې عادي کړي. په مقاله کې ویل شوي، سره له دې چې امریکا هغه ترهګر اعلان کړی، خو د پاکستان د امنیتي کړیو لپاره د هغه رول اوس هم مهم ګڼل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x