د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې استبداد، اختناق، سانسور، د بیان ازادي له منځه وړل، منبرونه تړل یا دولتي کول، د خلکو وېروونه او د جاسوسۍ نظام جوړول، ټول هغه فکتورونه دي چې د هر حکومت د سقوط سبب ګرځي.
نوموړي دا څرګندونې نن یکشنبه، د چنګاښ په ۸مه، له طالبانو سره د مستقیمې یادونې پرته پر خپلې ایکس پاڼې خپرې کړې.
حکمتیار وایي، هر ځای چې د انسان عزت، د کور حرمت او د رایې حق ته درناوی نه وي، خلک واکمن ته د زور واکي په سترګه ګوري او هر باعزته وګړی ځان لکه «شاهین په قفس» کې احساسوي.
هغه ټینګار کړی چې د سولې یوازینۍ لار د ټولو خواوو ترمنځ بې قید او شرطه خبرې دي او واک باید د خلکو د رایې له لارې، سوله ییز انتقال ومومي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې طالبانو د هغه اړوند رسنیو فعالیت بند کړی او نوموړی له دولتي ودانیو ایستلی شوی دی.
اړوندې لیکنې :
- طالبان د متخصصو ښځینه ډاکټرانو روزنې پسې لالهانده ګرځي
- د پروان خلک وايي داسې ورځ نشته چې د بګرام په اسمان بې پیلوټه الوتکه ونه ګرځي
- ډونلډ ټرمپ: 'ناقانونه' پناه غوښتونکي زموږ د هېواد په وینه کې 'زهر' ګرځي
- امریکا په افغانستان کې د داعش د ودې لامل شوې؟
- په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل څه دی؟
- د پاکستان د هوا پېژندنې اداره: د هوا خرابوالی کېدای شي، چې د لویو لارو د بندېدو لامل ش