د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو تر دې دمه له ۸۰ زیات فرمانونه، لارښوونې او احکام صادر کړي، چې د ښځو او نجونو بشري حقونه یې په مستقیم ډول محدود کړي دي.
دغه فرمانونه د طالبانو د مشر ملا هبت الله له خوا صادر شوي او د ښځو پر ژوندانه بېلابېل اړخونه له زدهکړې او کار څخه نیولې، تر سفر، حجاب، تفریح او د ټولنیز ژوند برخو پورې سخته اغېزه کړې ده.
په راپور کې ټینګار شوی، چې د طالبانو لهخوا دا ډول محدودیتونه نه یوازې د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې ټولنه هم له ژور اقتصادي او ټولنیز بحران سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، که دا بندیزونه دوام پیدا کړي، فقر به ډېر شي، تعلیم به له منځه ولاړ شي، او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی به نور هم سیسټماټیک بڼه غوره کړي. سره له دې، افغانستانی ښځې لا هم هڅه کوي چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي او د نړۍوالې ټولنې له خوا د ملاتړ تمه لري.
اړوندې لیکنې :
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تاریاکو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی دی
- طالبان: ملګري ملتونه زموږ د رسمیت پېژندنې په تړاو غېراصولي چلن کوي
- ملګري ملتونه: د طالبانو محدودیتونو ښځې مرستو ته اړمنې کړي
- ملګري ملتونه: له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوو
- ملګري ملتونه: افغانستان د اوبو کمښت له یوه قوي ناورین سره مخ دی
- ملګري ملتونه: په بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي