پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر ایران د امریکا برید د سیمې او نړۍ د امنیت، سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ بللی دی.
سیاف په خپل لیکلي بیان کې ویلي: «موږ پر ایران د امریکا برید د یوه ازاد او خپلواک هېواد له ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ګڼو.»
هغه دغه اقدام د ټولو انساني ارزښتونو او نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.
همدارنګه، د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د امریکا له لوري پر ایران د اټومي تاسیساتو برید خطرناک عمل ګڼلی او ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات به د سیمې ثبات ته زیان ورسوي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ نوره هم ژورېږي او د سیمې هېوادونه د وضعیت د خرابېدو له امله اندېښمن دي.
اړوندې لیکنې :
- اتمر: پاکستان له طالبانو د سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره افغان کډوال ځوروي
- پوتین د کورسک د بېرته نیولو لپاره برید ته چمتو دی
- د امریکا د استازو جرګې یوه غړي د طالبانو له مخالفو جبهو څخه د واشنګټن ملاتړ لازمي وباله
- د امریکا په ټاکنو کې د امریکا مسلمانانو او عربانو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ هڅې
- د اېف بي ای مشر امریکا ته د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید د طراح د رسېدو خبر ورکړ
- د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازولۍ له دندې ګوښه شو