د خبریالانو نړیوال فدراسیون تایید کړه چې د اسراییلو له لوري د بریدونو په ترڅ کې ایران کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
فدراسیون په یوه اعلامیه کې د خبریالانو پر وړاندې قصدي بریدونه جنګي جنایت ګڼلي، ځکه چې خبریالان د نړیوالو قوانینو له مخې ملکي وګړي دي.
د راپورونو له مخې، دغه خبریالان د جون میاشتې له دیارلسمې نېټې وروسته په ایران کې د اسراییلو د بریدونو له امله وژل شوي دي.
د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه لا پراخېږي، او ایران د اسراییلي ځواکونو پټنځایونه په هدف کې نیولي دي.
اړوندې لیکنې :
- ایران پوځ: د اسراییلو په بریدونو کې د ایران دوه سرتېري وژل شوي دي
- د افغانستان د خبریالانو مرکز د درېیو سیمهییزو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
- ایران کې ځينو افغانستانی خبریالانو له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې
- امریکا: اسرائیل باید په روانه اوونۍ کې د ایران بریدونو ته چمتو اوسي
- الجزیره: په غزه کې د کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراییلو په برید کې ۵۰ تنه وژل شوي دي
- متقي له اسراییلو سره د سوداګریزو اړیکو د پرې کولو په برخه کې د ترکیې دریځ ستایلی