هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۳-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۹-۰۳-۱۴۰۴
ساعت : ۰۰:۲۰
: 2

طالبانو د داوطلبۍ له لارې د پنجشېر څه باندې ۴ زره قیراطه زمرد وپلورل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، چې د هېواد پر سوداګرو یې ۴ زره او ۷۰۰ قيراطه زمرد د ۴۶۸ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.د طالبانو ترواک لاندې باختر خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې یاد اندازه زمرد تازه استخراج شوي و او د داوطلبۍ له لارې یې پلورلي دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، چې د هېواد پر سوداګرو یې ۴ زره او ۷۰۰ قيراطه زمرد د ۴۶۸ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

د طالبانو ترواک لاندې باختر خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې یاد اندازه زمرد تازه استخراج شوي و او د داوطلبۍ له لارې یې پلورلي دي.

د راپور له مخې، دغه داوطلبي د کانونو د څارنې کمېټې، سیمه‌ییزو چارواکو او خصوصي سکتور استازو په حضور کې ترسره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په پنجشېر ولایت کې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې زرګونه قیراطه زمرد د هېواد پر سوداګرو پلورلي دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست تر دې وړاندې ویلي و، چې دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوې او کان کېندنې پکې روانې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x