هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۳-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۶-۰۳-۱۴۰۴
ساعت : ۰۱:۰۹
: 1

کونړ کې پر زهري مواد د ککړو خوراکي توکو د خوړلو له امله درې ماشومان مړه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د زهرجنو خوراکي توکو د خوړلو له امله درې ماشومان مړه شوي.سرچینه وایي، دا پېښه نن شنبه، ۲۴ د غبرګولي، سهار شاوخوا لس بجې د څوکۍ ولسوالۍ په «بابړو» سیمه کې را منځته شوې.

کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د زهرجنو خوراکي توکو د خوړلو له امله درې ماشومان مړه شوي.

سرچینه وایي، دا پېښه نن شنبه، ۲۴ د غبرګولي، سهار شاوخوا لس بجې د څوکۍ ولسوالۍ په «بابړو» سیمه کې را منځته شوې.

سرچینه وایي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې څلور ماشومان د هندواڼو پالېز ته ورغلي او هلته د کروندګر له لوري د موږکانو په زهري مواد ککړ چپس یې خوړلي دي.

سرچینه زیاتوي چې له دې ماشومانو څخه دوو تنو د کونړ په ولایتي روغتون کې او یوه بل د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ساه ورکړې او یو بل د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په زهري موادو د ککړو خوراکي توکو د خوړلو له امله ګڼ کسان مړه او مسموم شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x