لوی اختر سږ کال په افغانستان کې د طالبانو په امر له نورو اسلامي هېوادونو وروسته ونمانځل شو، خو دا ورځ ډېرو متقاعدینو ته د خوښۍ پر ځای د سختۍ او بې وسۍ ورځ وه.
امیر محمد خان، یو ۷۰ کلن متقاعد ښوونکی وایي، بازار ته لاړ خو هیچا پور ورنکړ، او تش لاس کور ته ستون شو، څو لمسیانو ته یې څه شی یوسي.
امیر محمد خان وایي، د خپل شهید شوي زوی پنځه یتیمان ورپاتې دي او طالبانو له څو میاشتو راهیسې د تقاعد تنخوا نهده ورکړې.
هغه زیاتوي، اختر یې له ډېرو سترګو د اوښکو په بدرګه تېر شو، ځکه د خپلو لمسیانو تمې یې نهشوای پوره کولی.
بيبي ګل مینه، بله متقاعده، هم ورته کیسه لري. وایي، ۳۰ کاله یې خدمت کړی، خو اوس د درملو پيسې هم نه لري. دا وايي طالبان د متقاعدینو فریاد نه اوري، او که دا حالت دوام وکړي، ښایي مجبور شي خیرات ټول کړي.
سره له دې چې د طالبانو مشر د متقاعدینو د ستونزو د حل ژمنه کړې، تر اوسه کوم عملي اقدام نهدی شوی.