هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۵-۰۵-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۵-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۱۹:۳۶
: 2

غزه کې د جګړې له پېله تر «۲۰۰سوو» ډېر خبریالان وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ترکیې انادولو اژانس د فلسطین حکومت د رسنیو دفتر له قوله راپور ورکړی، چې په غزه کې له نږدې دوه کالو راهیسې د روانې جګړې پر مهال «۲۲۶خبریالان» وژل شوي دي.راپور زیاتوي، تېره ورځ هم پر یو روغتون د اسراییل د برید له امله څلور خبریالان وژل شو‌ي دي.

د ترکیې انادولو اژانس د فلسطین حکومت د رسنیو دفتر له قوله راپور ورکړی، چې په غزه کې له نږدې دوه کالو راهیسې د روانې جګړې پر مهال «۲۲۶خبریالان» وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، تېره ورځ هم پر یو روغتون د اسراییل د برید له امله څلور خبریالان وژل شو‌ي دي.

د فلسطین حکومت په خبرپاڼه کې د دغو خبریالانو نومونه سمیر الرفاعي، سلیمان حجاج، ‌احمد قلجه او اسلام بدر ښوول شوي دي.

همدا راز د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو سازمانونو او په ځانګړې توګه د عربي هېوادونو د ژورنالېستانو له ټولنې غوښتنه شوې، څو د اسراییل دغه ډول بریدونه وغندي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x