لوی څارنوال د اوکلاهوما ایالت، جېنټنر ډرامونډ، ویلي چې هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې دغه ایالت ته راغلي، باید و ایستل شي.
نوموړي ادعا کړې چې د دې کډوالو ارزونه په سمه توګه نه ده شوې او ښايي د عامه خوندیتوب لپاره ګواښ پېښ کړي. هغه همداراز دا پرېکړه د مالیهورکوونکو د پیسو ضایع بللې ده.
خو د ایالت پخواني والي کوېن سټیټ او د کډوالو ملاتړو بنسټونو دا څرګندونې غندلي او ویلي چې یاد افغانان له امریکايي ځواکونو سره همکاران وو او د ژوند د خوندي کولو لپاره امریکا ته راغلي دي، نه د تاوتریخوالي د خپرولو لپاره. د هغوی په وینا، دغه ډول سیاسي څرګندونې یوازې کرکه او وېره زیاتوي.
اړوندې لیکنې :
- د پاکستان له زندانونو ۵۴ افغان کډوال خوشې شول
- د پاکستان له زندانونو ۴۰ افغان کډوال خوشې شول
- له راولپېنډۍ څخه د ۴۵ ډېرو افغانانو ایستل؛ یو افغان د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوی
- ملګرو ملتونو له پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو ایستل غندلي دي
- له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ درې لوړپوړي امریکايي چارواکي اسلاماباد ته سفر کوي
- په بلاروس او پولنډ پوله کې سلګونه افغان کډوال د مرګ له ګواښ سره مخ دي