پاکستاني سفیر رضوان سعید شیخ په واشنګټن کې یوې څېړنیز ناستې ته ویلي، چې د افغانستان بې ثباتي پاکستان او سیمې ته ستر امنیتي ګواښ دی.
هغه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دوامداره نا امني د سیمهییز پرمختګ لپاره یوه لویه خنډ ده، خو په وینا یې، که امنیت ټینګ شي، نو اقتصادي پراختیا به هم د دروازو پرانېستلو لامل شي.
پاکستان د «ټيټيپي» وسلهوالو په اړه هم اندېښنې لري، چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له همدې ځایه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.
پاکستان په دې باور دی چې د افغانستان سولې ته رسېدل نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې د اقتصادي پرمختګ او یووالي لپاره اړین دي.
افغان طالبانو د «ټيټيپي» د موجودیت انکار کړی، خو پاکستان بیا دا ادعا کوي چې طالبانو ژمنه کړې، چې دغه وسلهواله ډله به مهار کړي.
په ورته وخت کې طالبان د پاکستان په وړاندې نیوکې کوي او دا تور لګوي چې اسلام آباد د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري.
اړوندې لیکنې :
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟
- امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی
- سیاف او اتمر د امریکا پر ایران برید د سیمې او نړۍ لپاره خطرناک وباله
- طالبانو د افغانستان لپاره د نیکاراګوا سفیر له ټاکلو هرکلی کړی
- طالبان: اسرائیل د سیمې د بې ثباتۍ لامل دی او اسلامي هېوادونه باید د فلسطین ولس د ازادۍ لپاره…
- بلاول بوټو: د افغانستان پاتې وسلې د پاکستان امنیت ته ګواښ دی