د افغانستان د مدني او ډېموکراټیکو ځواکونو شبکې ویلي، چې په ترکیه کې یې د «انتالیا بهیر» په نوم د افغانستان په تړاو د مدني ټولنو غونډه پیل کړې چې په ترڅ کې یې د طالبانو د واکمنۍ نږدې څلور کلنې واکمنۍ او راتلونکي په تړاو ارزونه کېږي.
د دغې ناستې د اجنډا یوه کاپي کې ویل شوي، دغه ناسته د افغانستان اوسنيو سټراټېژیکو، سیاسي او ټولنیز ننګوونو ته په پام د ټولګډونه ملي خبرو اترو په پار جوړه شوې.
د دغه ناستې مهم ګډونوال د مدني ټولنو استازي، ښځې او د بشري حقونو فعال بلل شوي دي.
په دغې دوه ورځني کنفرانس کې به د افغانستان په تړاو یو شمېر څېړنې او نظریات هم شریک شي. همدا راز په اجنډا کې په ډاګه شوې، چې د ملګرو ملتونو چوکاټ او د دوحې بهیر هم د دغه ناستې د ارزونې مهم ټکي دي.
د انتالیا ناسته تر دې مخکې هم درې ځله په ترکیه کې شوې ده او دا یې څلورم پړاو دی.
طالبانو په افغانستان کې پر سیاسي او مدني فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي، چې له همدې کبله په کور دننه د دغه ډول ناستو د ترسراوي لپاره هېڅ ډول خوندي چاپېریال نشته.
اوسمهال افغان سیاستوال، د بشري حقونو فعالان، پخواني چارواکي او مدني خوځښتونه په جلاوطنۍ کې د افغانستان په تړاو ډول، ډول ناستې کوي.
اړوندې لیکنې :
- په تهران کې د "مسکو بڼه" غونډه؛ د دوحې په غونډه کې د اغیزو لپاره همغږي
- مجاهد: په افغانستان کې د ښځو د حقونو موضوع له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري
- امریکا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ۱۷.۱۹ میلیارده ډالره مرسته کړې
- د ازبکستان او فرانسې چارواکو د افغانستان د کړکېچ د حل په تړاو خبرې کړي
- په افغانستان کې د راټول شوې تمدنی همپالنې غونډه
- د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک پروسږکال ۵.۲ میلیارده مندرس بانکنوټونه سوځولي