د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په یو خبر کې ویلي، چې طالبانو په جوزجان کې د «نامشروع اړیکو» په تور نیول شوي ۱۷ ښځينه او نارینه زندانیان یو بل ته په نکاح کړي او وروسته یې خوشي کړي.
طالبانو ویلي، چې دا د زندانیانو «شرعي غوښتنه» وه.
په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر سیف الدین معتصم د پنجشنبې په ورځ د غويي ۲۵مه، د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د زندانیانو په غوښتنه او د سترې محکمې د امر له مخې یې د «نامشروع اړیکو په تور د نیول شويو بندیانو نکاح تر سره کړي.»
معتصم ويلي، چې دغه زندانیان د نامشروع اړیکو په تور په بېلابېلو وختونو کې نیول شوي او د سترې محکمې د امر له مخې سزاوې هم ورکړل شوي دي.
هغه زياتوي، چې د دغو زندانیانو د «نکاح شریعي غوښتنې» د دوی د کورنۍ په خوښه شوې دي.
طالبان زياتوي، چې زندانیانو تر سزا تېرولو او نکاح کولو وروسته خوشي شول.
په جوزجان کې طالبانو خلکو ته سپارښتنې کړي، چې ځانونه پر «شریعت برابر او له منکراتو ډډه» وکړي.
د طالبانو په زندان کې دا د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، چې د دوی په خبره د «نامشروع اړیکو په تور» نیول شوي کسان یو بل ته په نکاح کوي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په خوست کې یوه ښځه او څلور نارینه د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلي
- طالبانو په بامیان ولایت کې درېیو کسانو ته د نامشروع جنسي اړیکو او غلا په تور سزا ورکړه
- په جوزجان کې طالبانو یو کس د قتل په تور اعدام کړ
- طالبانو په هلمند کې درې تنه د ملي مقاومت جبهې سره د اړیکو تور نیولي
- روسیه: له طالبانو سره د ترهګر نوم نښلول د اړیکو د پراختیا مخه نیسي
- بېنټ: له طالبانو سره د هېوادونو د اړیکو عادي کېدل باید بشري حقونو ته د درناوي له مخې وي