د عصري علومو له زدهکړو سره د طالبانو د دوښمنۍ پر دوام سیمهییزو سرچینو ویلي، چې د دغې ډلې د لوګر د پوهنې ریاست د یاد ولایت په «خوښۍ، ازرې او محمداغې» ولسوالیو کې نږدې ۱۳۰ محلي ټولګي تړلي دي.
سرچینو د دوشنبې په ورځ د غويي ۲۲مه، زیاته کړې، چې د طالبانو په دغه اقدام سره د لوګر ولایت د لرې پرتو سیمو کې نږدې څلور زره نجونې او هلکان له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د سرچینو په وینا، له زدهکړو په بېبرخې شویو ماشومانو کې نیمايي یې نجونې دي.
سرچینې همداراز وايي، چې طالبانو د دغو محلي ټولګیو وسایل ټول کړي او په دې سره لسګونه استادانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د تېر ۲۰۲۴ کال د وروستیو میاشتو د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا ۱۸ زره محلي ټولګي فعالیت لري، چې پهکې تر ۵۵۰ زرو ډېر ماشومان لومړنۍ زدکړې کوي. په دې ټولکیو کې ډېری نجونې زدهکړې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی.
که څه هم نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو ګڼ شمېر بنسټونو په وار-وار سره له طالبانو د نجونو پر زدهکړو د لګولشویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي، خو دغې ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په سېسماتیک ډول نجونې د عصري علومو له هر ډول زدهکړو بېبرخې کړي او دا لړۍ ورځ تر بلې د سختېدو په حال کې ده.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په ننګرهار کې محلي ټولګي وتړل
- پر زدهکوونکو نجونو د محدویتونو لګولو لړۍ دوام؛ طالبانو په خوست کې د زدهکړو سیمهییز ټولګي وتړل
- طالبانو په لغمان کې د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قومندان نیولی
- په لوګر کې طالبانو د تېر حکومت یو ډګروال د چړې پر ګوزارونو وژلی
- طالبانو په لوګر، کندهار او کابل کې ۱۰ کسان په دُرو ووهل
- طالبانو په لوګر، کندهار او کابل کې ۱۰ کسان په دُرو ووهل