په داسې حال کې چې له تېرې شپې راهیسې پاکستان پر هند ځوابي بریدونه پېل کړي، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د دغه هېواد د دفاع وزیر او لوی درستیز په ګډون د پوځ له جګپوړو چارواکو سره بېړنۍ ناسته کړې ده.
هندي رسنیو ویلي، په دغه ناسته کې د پاکستان د بریدونو اړوند د راتلونکو اقداماتو په تړاو بحثونه شوي.
