د نړۍوالو رسنیو د راپورونو لهمخې د برېټانیا حکومت د روسیې پر وړاندې ترټولو ستر بندیز اعلان کړ. دغه بندیز د روسیې د تېلو لېږدونکې ۱۰۱ کښتۍ په نښه کوي.
د برېټانیا حکومت وايي چې دا کښتۍ د روسیې د «پټو بېړیو» برخه ده. برېټانیا زیاتوي چې دغو کښتیو د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې تر ۲۴ مېلیارد ډالرو ډېر توکي لېږدولي دي. همداراز پر یوې بلې کښتۍ، څو روسي وګړو او شرکتونو هم بندیزونه ولګول شول.
د کېیف اېنډېپېنډېنټ د راپور پر بنسټ، د برېټانیا د دغو بندیزونو موخه د روسیې د تېلو عوایدو مخه نیول دي، ترڅو دغه هېواد ونه شي کولای له دې عوایدو څخه د اوکراین د جګړې د دوام لپاره کار واخلي.
د برېټانیا لومړي وزیر کېر سټارمر وویل:«روسیه زموږ امنیت ته ګواښ دی. موږ غواړو د هغې پټ د تېلو لېږدونکو پټې کښتۍ له منځه یوسو او د جګړې ماشین یې د تېلو له پیسو څخه محروم کړو.»
دا پرېکړه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د یوې غونډې په ترڅ کې شوې ده. ویل کېږي په دې غونډه کې د ناټو ۱۰ اروپايي غړو هېوادونو ګډون درلود.
همداراز، دغو ۱۰ اروپایي هېوادونو پرېکړه کړې چې له اوکراین سره خپله همکاري زیاته کړي، اوکرایني سرتیري وروزي او د جګړې د تبلیغاتو د خپرېدو مخه ونیسي.