پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي، د تېرو څلور نیمو پیړیو راهیسي ماشومان د ډالري جګړو د سون توکي ګرځول شوي او د طالب مانا هم بدله شوي.
افراسیاب خټک پر اېکسپاڼه لیکلي، چې دیني مدرسې له پیړیو راهیسې د دین زده کړې ترڅنګ د دنیاوي علومو زده کړې ورکوي، خو د ۱۹۸۰ کال وروسته بې ګناه ماشومان د ډالري جګړو سون توکي ګرځول شوي دي.
نوموړي لیکلي:«د طالب مانا بدله شوه. اوس اړتیا ده چې د مدرسو تړاو له عسکریت څخه پرې کړای شي او د علم سره وصل شي، څو دا مدرسې د وسله والو پرځای د ابن سینا په څیر عالمان وروزي.»