هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۰-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۰-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۰۰:۱۷
: 1

اشرف غني: سلګونه جوماتونه مې جوړ کړل، خو اوازې وې چې ارګ کې مې کلیسا جوړه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : هغه په ځانګړې توګه یادونه وکړه چې په ځینو رسنیو او ګاونډیو هېوادونو لخوا، ځینې دروغجنې اوازې خپرې شوې چې ګواکې ارګ کې یوه کلیسا جوړه شوې ده، حال دا چې د هغه په وینا، حکومت یې سلګونه جوماتونه جوړ کړي وو.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د هغه حکومت په ډیرو برخو کې سایبري حملې او نادرست معلوماتو خپرولو سره مخامخ شو.

هغه په ځانګړې توګه یادونه وکړه چې په ځینو رسنیو او ګاونډیو هېوادونو لخوا، ځینې دروغجنې اوازې خپرې شوې چې ګواکې ارګ کې یوه کلیسا جوړه شوې ده، حال دا چې د هغه په وینا، حکومت یې سلګونه جوماتونه جوړ کړي وو.

اشرف غني د ټېکنالوژۍ په برخه کې د دروغجنو او مغرضو معلوماتو د خپرېدو پر وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول حملې نه یوازې د ملي ځواکونو د روحیې خرابولو لپاره وې، بلکه هڅه شوې چې د افغانستان نړیوال حیثیت ته زیان ورسوي.

نوموړي پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې یو شمېر ازادې رسنۍ له خپلو امکاناتو ناسم ګټه اخیستې او د ګاونډیو هېوادونو د تبلیغاتي جګړو برخه شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x