د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رایټ مسوول عبدالحق حماد ویلي، چې دغه ډلې د هېواد له کتابتونونو سلګونه کتابونه راټول کړي، چې پکې د پیغمبر اسلام ته سپکاوی شوی و.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رایټ مسوول، دغه کتابونه د اسلامي شریعت او افغاني کلتور خلافیاد کړي.
هغه زیاته کړه، چې طالبانو د خپل ایډیولوژۍ او ارزښتونو خلاف کتابونه هم راټول کړي دي.
دا اقدامات په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو د وزارت له خوا څو میاشتې وړاندې د اسلامي ارزښتونو خلاف کتابونو د خپراوي بندیز وضع شوی دی، چې له دې سره د لیکوالانو او کتاب مینهوالو توند غبرګونونه هم مخامخ شوي.