په کندز کې د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو وایې چې طالبان غواړي یاد ریاست په جهادي مدرسې بدل کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د کندز ښوونکو مسلکي پراختیا امریت مني چې دوی خپله پخوانۍ ودانۍ بدله کړې او له هغه ځایه یې نقل مکان کړی دی.
د کندز د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو نن دوشنبه، د غويي ۱۵مه، وویل چې ټول کارکوونکي د ریاست له پخواني ځای څخه نوې ودانۍ ته انتقال شوي دي.
یوه ښوونکي وویل:« څو ورځې مخکې ټولو استادانو ته وویل شول چې د کندز د ښوونکو د روزنې مرکز له تعمیر څخه ژر ووځئ.»
د طالبانو تر واک لاندې د ښوونکو مسلکي پراختیا امریت پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا امریت دفتر هم له خپل پخواني ځای څخه وتلی او د نوي ادرس په اړه اعلان یې کړی دی.
طالبانو له دې وړاندې په ځینو ولایتونو کې په ښوونځیو او تاریخي ودانیو کې جهادي مدرسې جوړې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوې، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ ښوونځي دي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوې او خلک وایي، چې ښوونځيو ته پاملرنه کمه شوې.
اړوندې لیکنې :
- طالبان د متخصصو ښځینه ډاکټرانو روزنې پسې لالهانده ګرځي
- امریکا: له طالبانو سره د چین اړیکې د واشنګټن تګلاره نه بدلوي
- ایا د طالبانو دیني مدرسې د ښوونځیو ځایونه ډکولای شي؟
- عبدالغفور لېوال: په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور په بدلېدو دی
- طالبانو په کندز کې یو سیمهییز خبریال نیولی
- دوامداره بې روزګاري؛ د کندز کارګران د شپې وږي وېده کېږي