رحمت الله نبیل، د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر، د افغانستان ښوونیز وضعیت ته په اشارې سره ویلي دي چې طالبان داسې افغانستان غواړي چې خلک یې یوازې د ژوند کولو لپاره موجود وي، نه پوه شي، نه وپوښتي، او نه راپورته شي.
نبیل په خپل اېکس حساب کې د دې موضوع په اړه لیکلي دي چې ویښ ملتونه داسې سیوري ته اړتیا لري چې هلته فکر وکړي، وده وکړي، او انسان وي، نه یوازې یو ړوند او مطیع رعیت.
هغه زیاته کړې چې طالبان په افغانستان کې داسې راتلونکی غواړي چې خلک یې تر سیوري لاندې یوازې “ژوندۍ” وي، پرته له پوهې، پوښتنې، احساس او عمل.
نبیل په خپله پاڼه کې د یوې شنې ونې انځور خپور کړی چې پکې د سیوري دوه ډولونه ښکاري. یو سیوری د ویښو او پوهه لرونکو انسانانو لپاره دی، او بل د چوپ او بېاحساسه پسونو لپاره.
نبیل ټینګار کړی چې په سیوري کې توپیر نه دی، بلکې توپیر د فکرونو، ارادو او شعورونو په منځ کې دی. د هغه په وینا، هر څوک چې د زده کړو مخه نیسي، د ملت او وطن دوښمن دی.
اړوندې لیکنې :
- په افغانستان کې د نشه یی توکو ناورین؛ د دې ناوړه پدیدې د راپورته کیدو لامل، جګړه او د بهرنیو…
- په غور کې د طالبانو له خوا د یوې ځوانې نجلۍ تښثونه؛ «امریکا هم له مونږ سره داسې ظلم نه دی کړی
- د دشت برچي چاودنه؛ د قربانیانو کورنۍ د امنیت ټینګښت غواړي
- د پروان خلک وايي داسې ورځ نشته چې د بګرام په اسمان بې پیلوټه الوتکه ونه ګرځي
- "تیري، قتل، تښتونې، غلا او داعش کې غړیتوب"، د طالبانو د غړو جنایتونه چې نه غواړي رسنیز شي
- دغویي اتمه؛ د پښتنو په منځ کې د قرباني احساس او د طالبانو راپورته کېدل