د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو شخړو له امله، افغان لارۍ چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، هند افغان لاریو ته چې د واګه بندر له لارې تېرېږي، اجازه نه ورکوي، او پاکستان هم د ټرانزیټ تړون خلاف افغان موټرو ته د هند څخه وارد شوي توکي د تورخم او چمن له لارې تېرولو ته اجازه نه ورکوي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي وویل، چې که څه هم پاکستان ۱۵۰ افغان لارۍ د هند له لورې بندو شوو توکو سره تېرولو ته اجازه ورکړې، خو هند دا لاریو ته د واګه بندر له لارې تېرېدو اجازه نه ورکوي.
نوموړي د دې اقداماتو له امله افغان سوداګر ته زیانونه رسېدلي او د حل لپاره یې له هند او پاکستان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
اړوندې لیکنې :
- په بولیویا کې د لارۍ او بس تر منځ د ټکر په پېښه کې ۳۱ کسان مړه شوي
- اوچا: لاهم د هرات څه باندې ۲۴ زره زلزلهځپلې کورنۍ په زیانمن شویو استوګنځیو کې ژوند کوي
- طالبان ترکمنستان ته د افغانستان د صادراتو زیاتېدو غوښتونکي دي
- یوه چینايي ورځپاڼه: په افغانستان کې اسلامي افراطیت او ترهګري مخ پر زیاتېدو ده
- د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د مرستو له کمېدو سره بېوزلي مخ پر زیاتېدو ده
- د پاکستان له زندانونو ۴۰ افغان کډوال خوشې شول