هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۵۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۴-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۴-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۲۲:۵۷
: 2

پاکستان او روسیه له افغانستان نه د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې ګډې همکارئ زیاتوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : پاکستان او روسیې په سیمه او افغانستان کې د «ترهګریزو» ګواښونو په وړاندې د همکارۍ په زیاتولو هوکړه کړې ده. دغه هوکړه تېره ورځ له نړۍوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان او روسیې د ګډې کاري ډلې په ۱۱مه غونډه کې شوې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ناسته چې د مسکو په کوربه‌توب جوړه شوې وه؛ د پاکستان د پلاوي مشري په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي نبیل منیر کوله او د روسیې د پلاوي مشري بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ورشینین کوله.

پاکستان او روسیې په سیمه او افغانستان کې د «ترهګریزو» ګواښونو په وړاندې د همکارۍ په زیاتولو هوکړه کړې ده.
دغه هوکړه تېره ورځ له نړۍوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان او روسیې د ګډې کاري ډلې په ۱۱مه غونډه کې شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ناسته چې د مسکو په کوربه‌توب جوړه شوې وه؛ د پاکستان د پلاوي مشري په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي نبیل منیر کوله او د روسیې د پلاوي مشري بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ورشینین کوله.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې دواړه خواوو د نړۍوالې، سیمه‌ییزې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ترهګرۍ شته ګواښونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې بحثونه تر ډېره د مخ په زیاتېدونکې نړۍوالې ترهګرۍ او پر وړاندې یې د همکارۍ د زیاتولو لپاره پر اړتیا وړ تګلارو متمرکزه وو.
دواړه خواوو ویلي، چې د سیمه‌ییز او نړۍوال ټیکاو ساتلو لپاره ګډې هڅې اړینې دي.
خو د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په راپور کې بیا له افغانستان نه دغو هېوادونو ته د ترهګریرو ګواښونو اشاره شوې، چې پاکستان د ټي‌ټي‌پي د «ترهګریزو فعالیتونو له امله اندېښمن دی او ادعا کوي چې طالبانو د دغې ډلې وسله‌والو ته په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي او په روسیه کې بیا تېرکال د داعش برید ته پکې اشاره شوې، چې ش

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x