هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۱۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۰۱-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۰۲:۱۵
: 3

طالبان وايي الله ګل‌مجاهد د قتل په تور په څرخي پله زندان کې ساتل کیږي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر وايي، د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د قتل په تور د څرخي پله په زندان کې بندي دی. حبیب الله بدر وايي، د ولسي جرګې پخواني غړي الله ګل مجاهد باندې د قتل تور دی او د نورو بندیانو په څير په څرخي پله زندان کې د بند ټاکلې موده تیروي خو د مجاهد د اعدام په تړاو یې څه ونه ویل. حبیب الله بدر ویلي:«د پخوانی وکیل الله ګل قضیه شخصي قضیه ده، د قتل موضوع ده، چا چې ادعا پرې کړې ده، قضا فیصله چې کوي دوی ته یا حکم د قید ورکوي یا اعدام ورکوي، هغه په قضا پورې تعلق لري، زموږ سره په زندان کې شته.»

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر وايي، د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د قتل په تور د څرخي پله په زندان کې بندي دی.
حبیب الله بدر وايي، د ولسي جرګې پخواني غړي الله ګل مجاهد باندې د قتل تور دی او د نورو بندیانو په څير په څرخي پله زندان کې د بند ټاکلې موده تیروي خو د مجاهد د اعدام په تړاو یې څه ونه ویل.
حبیب الله بدر ویلي:«د پخوانی وکیل الله ګل قضیه شخصي قضیه ده، د قتل موضوع ده، چا چې ادعا پرې کړې ده، قضا فیصله چې کوي دوی ته یا حکم د قید ورکوي یا اعدام ورکوي، هغه په قضا پورې تعلق لري، زموږ سره په زندان کې شته.»
د طالبانو د زندانو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د الله ګل مجاهد په اړه دا هم روښانه نه کړه چې په څرخي پله زندان کې به د څومره وخت لپاره بندي وي.
په ورته وخت کې دغه طالب چارواکی وايي، چې د دوی په زندانونو کې له ۱۰۰ تر ۱۳۰ بهرني وګړي د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي. نوموړي د کوم هېواد د نوم له یادولو پرته وویل، چې یاد بهرني وګړي ډیری د ګاونډیو هېوادونو اوسیدونکي دي.
حبیب الله بدر وايي، دمګړۍ د طالبانو په زندانونو کې د ۱۴۰۰ ښځو او ۳۰۰ طالبانو په ګډون ۱۲۰۰۰ کسان بندیان دي.
سره له دې چې دغه طالب چارواکی په زندانونو کې د ربړونو او شکنجو راپورونه ردوي، خو پر دې ډله تور دی چې له بشري حقونو سرغړونه کوي او زندیان ربړوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x