هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۱-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۳۰-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۲۳:۳۶
: 2

پاکستانی چارواکی: د اپرېل له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغان کډول افغانستان ته ستانه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان کورنيو چارو وزارت سلاکار طلال چودري وايي، دغه هېواد د اپرېل مياشتې له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغانان ایستلي دي. د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې طلال چودري د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي: «اسلام اباد هغه افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او یوازي د افغان تابعیت ای سي سي، کارتونه لري خبرداری ورکړی و، چې د مارچ میاشتي تر ۳۱مې خپل هېواد ته ستانه شي، چې وروسته دغه نېټه د اپرېل میاشتې تر ۳۰مې وغځول شوه.»

د پاکستان کورنيو چارو وزارت سلاکار طلال چودري وايي، دغه هېواد د اپرېل مياشتې له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغانان ایستلي دي.
د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې طلال چودري د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي: «اسلام اباد هغه افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او یوازي د افغان تابعیت ای سي سي، کارتونه لري خبرداری ورکړی و، چې د مارچ میاشتي تر ۳۱مې خپل هېواد ته ستانه شي، چې وروسته دغه نېټه د اپرېل میاشتې تر ۳۰مې وغځول شوه.»
د نوموړي په خبره، پاکستان له ټاکل شوې نېټې مخکې تر دا مهاله له ۸۰ زرو زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي..
چودري ویلي یوازې هغه افغانان چې قانوني ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي.
له دغه هېواده د کډوالو ایستل د هغه کمپاین برخه ده، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستيو کې پيل شوی.
د رويټرز د خبر له مخې، پاکستان د ترهګریزو بریدونو او جرمونو پړه پر افغانانو اچوي، چې په دغه هېواد کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.
افغانستان بیا دغه تورونه رد کړي او له دغه هېواده د افغانانو ستنول یې «جبري شړل» بللي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x